هرات!

افغاني سرې میاشتې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هرات ولایت د زنده جان او ګلران ولسوالیو په اړوند کلیو کې ټولټال ۱۸۹۸ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو (اوړه، وريژې، غوړي، مالګه، چای، بوره، لوبيا، روب، مکروني، بسکويت) تر څنګ د ۲۳۴ خیمو، ۳۹۲۵ کمپلو،۲۴۹۸ پلاستیکي ترپالونو، ۱۷۹۱ د پخلنځي د توکو بستو، ۳۷۹۶ د اوبو بوشکو، ۲۰۰ ایراني فرشونو، ۱۲۵ چریکې بسترو، ۴۵۰ سړیو جمپرونو، ۱۰۰ بیلچو، ۱۰۰ ميتي، ۶۰۰۰ یو ځل مصرف لوښو مرسته ترسره کړی.