هرات!
افغاني سرې میاشتې نن د ربیع الثاني په درېیمه، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوندو کلیو کې ۱۶۶ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه. یاده مرسته چې د ایران هېواد له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۳ لیتره غوړي، ۴ کیلو روب،۶ پاکټه مکروني، ۲۰ کیلو وریجې، یو نیم کیلو بوره، يو نيم کيلو قند، ۲ کيلو سويا، ۱ کیلو خرما، ۱ کمپل او یو فرش ورکړ شو.