هرات!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۲:۵
هرات!

د زلزله ځپلو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتې لومړيتوب دی، د همدې موخې په پار افغاني سرې مياشتې د تېرو مرستو پر دوام يو ځل بيا د ربيع الاول پر ۳۰مه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر ۱۰۸۹ زلزله ځپلو کورنیو د غيرې خوراکي توکو سربېره ۴۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشله. په وېشل شوې مرسته کې د اوړو، غوړيو، بورې، لوبیا، وريژو، خُرما، روب، مکرونيو، چای او بیسکوټو ترڅنګ ټولټال ۱۱۴۸ کمپلې، ۴۷۵ د پخلنځي د توکو بستې، ۲۲۰ د اوبو بوشکې، ۲۳۰ ترپالونه، ۲۲۷ ګاز ډبې، ۲۲۷ پلاستیکي فرشونه،۲۲۷ د روغتیا ساتنې بستې، ۲۲۷ جاروګانې، د ژمنۍ البسې ۲۲۷ بستې او ۲۲۷ د خوړو چمتو کولو ديګونه شامل وو.

pk

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۹:۴۱
Background image

سرپل کې څه باندې ۷۵۰۰ ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

سې شنبه، ۲۵ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٧٩٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۹
Background image

له خوارځواکۍ تر عاید؛ پکتیکا کې ۳۰۰ اړمنې مېرمنې له نغدي مرستې برخمنې شوې

دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ له امله اغېزمنو شوو ۳۰۰ مېرمنو سره د خوړو د پیاوړتیا او کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۰
Background image

ننګرهار؛ د بې‌سرپرسته ښځینه حرفوي زده‌کوونکو سره څه کم یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ختیځ زون په مرستون کې پر ۱۴۳ بې‌سرپرسته ښځینه حرفوي زده‌کوونکو په ټولیز ډول ۹۴۳،۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د دې مرستې له. . .

BACK TO NEWS