هرات!
د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې ۱۲ ګرځند روغتیایي ټیمونه زلزله ځپلو وګړو ته پر روغتیایي خدماتو بوخت دي. له یادو ټیمونو یوازې په کشکک او سیاه آب سیمو کې د افغاني سرې میاشتې ۲ روغتیایي ټیمونو په تېرو ۲ ورځو کې د ټولټال ۷۵۵ زلزله ځپلو وګړو درملنه کړې.