هرات!

په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو وګړو سره د مرستې په موخه د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري نن د پنجشنبې په ورځ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته د ۱۳۲۰۷۵۷ افغانیو د مرستې بانکي چِک وسپارل شو د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اریانا افغان شرکت مننه وکړه او ددغه غوره اقدام ستاینه یې وکړه.