هرات
سه شنبه د روان ۱۴۴۴ کال د جمادی الاولی په ۲۶مه د افغاني سرې میاشتې اطلاعاتو او نشراتو رییس ښاغلي عرفان الله "شرفزوی" د مرکزي ریاست نشراتو آمر ښاغلي معراج الدین "ظهیر" په ملتیا د افغاني سرې میاشتې لویدیځ زون نشراتو مدیریت له نشراتي کړنو څخه لیدنه ترسره کړه. نوموړي د یاد سفر پر مهال د افغاني سرې میاشتې لویدیځ زون اړوند نشراتي کړنو، بیرغونو، لایحو نښانونو څخه ارزونه ترسره کړه. همداراز یې د نشراتو مدیریت اړوند ګدامونه ولیدل د نشراتو مدیر وړاندیزونه او ستونزې یې واوریدی او د حل ژمنه یی وکړه.