هرات!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۲:۴۶
هرات!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس هرات ولایت کې د زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سیمو لیدنه وکړه! د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن د دوشنبې په ورځ د ربیع الاول پر ۲۳مه د هرات ولایت اړوند زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو سیمو ته لاړ او هلته یې زلزله ځپلو وګړو سره له نږدې لیدنه ترسره کړه. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د یاد سفر په لړ کې د زلزله ځپلو، بې سرپرسته او بې کوره وګړو د هستوګنې او ورته د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په پار درې پڼډ غالي جوړ کړل. د یادو درېیو پڼډ غالو(نایب رافع پڼډ غالي، کشکک پڼډ غالي او سیا اب پڼډ غالي) د جوړښت چارې، چې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس په لاس پیل شوې، په کې به افغاني سره میاشت زلزله ځپلیو وګړو ته اړوندې ټولې بشري اسانتیاوې چمتو کړي. دا راز نوموړي په یاد سفر کې په سیمه کې د یو شمېر بنسټونو له مسؤلینو سره لیدنې وکړې او له هغوی څخه یې د زلزله ځپلو وګړو او کورنیو د لاسنیوي په برخه کې په لویه کچه د خدماتو هیله وکړه. د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د زلزله ځپلو او زیانمنو کورنیو او وګړو د ثبت او سروې پروسه له نږدې وڅارله، څو معلومه کړي، چې سیمه کې په کومه کچه بشري مرستو ته اړتیا ده او له نړیوالو بنسټونو څخه په کومه کچه د لاسنیوي او مرستې غوښتنه وکړي.

p

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS