هرات!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۲۰:۸
هرات!

د افغاني سرې میاشتې له لورې د اقلیمي بدلون د ګواښونو راکمولو په موخه هرات ولایت ۴ ولسوالیو (غوریان، کهسان، رباط سنګي او کشک کهنه) کې د يوې پرتميني غونډې په ترڅ کې د افغاني سرې مياشتې د عملياتي معاون خالد احمد حامد په لاس ۸۴۰ کورنیو ته د ۴۲۰۰۰ میوه لرونکو نیالګیو ویش پيل شو. د یادونې وړ ده، چې په ياده پرانيست غونډه کې د ياد ولايت ګڼو رئيسانو او د پوهنتونونو مسئولينو ګډون کړى وو. همدارنګه پورته توزیع د زراعت ریاست سره په همغږۍ ترسره شوه چې په یادو میوه لرونکو بوټو کې (مڼې، بادام، زردالو، انګور، انار، پسته او آلوبالو) شامل وو.

 

هرات!

 

هرات!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS