هرات!
افغاني سره مياشت دا مهال په ټول هېواد کې شپږ مرستونونه لري، چې زرګونه بې سرپرسه کورنيو او وګړو ته په کې د ژوند ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي. په يادو مرستونو کې دوه ډوله مشمولين تر پوښښ لاندې نيول کېږي،چې يو يې کورني او بل يې بهرني مشمولين دي. د پورته ذکر شويو مرستونو له ډلې يو هم د هرات ولايت مرستون دی، چې څه د پاسه زر تنه بې سرپرسته هېوادوالو ته په کې خدمات ترسره کېږي.د افغاني سرې مياشتې هرات مرستون په تېره يوه مياشت کې ټولټال ( ۹۲) بې سرپرسته وګړو ته په مرستون کې دننه، (۹۴۵) تنو ته په خپلو کورونو او ۱۵۱ کورنيو سره د مياشتنۍ نغدي مرستې خدمات ترسره کړي. په نغدي مرسته کې هرې کورنۍ سره د ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول شوي، چې ټولټال (۷۵۵۰۰۰) اوه سوه پېنځه پنځوس زره افغانۍ کېږي.