هرات!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۳۵
هرات!

د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه مرستندوی بنسټ د پلاوي د مشر بدر محمد علي الزعابي له لوري نن د ربیع الثاني پر ۱۷مه د هرات ولایت په خواجه عبدالله انصاري نړیوال ډګر کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د افغاني سرې میاشتې ځایي مسؤلینو ته د ۲۵۵،۶۰۹ عماني ریالو په برابر شاوخوا ۸۰ ټنه مرسته وسپارل شوه. یاده مرسته په وروستیو کې په سعودي عربستان کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس او د عمان د مرستندویو بنسټونو ترمنځ د لیدنې پر بنسټ افغانستان ته د عمان هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه بشري مرسته ده، چې د هوا له لارې د هرات هوایي ډګر ته راغله. یاده مرسته کې ۲۰ ټنه اوړه، ۷ ټنه سوجي اوړه، ۲،۵ ټنه د جوارو غوړي، ۵ ټنه بوره، ۱۵ ټنه درمل، د ۲۰۰۰ کیلو په وزن فرشونه، د ۲۱۵،۰۰ کیلو په وزن خیمې او نور تکه باب توکي، د ۵۰۰۰ کیلو په وزن د پخلنځي توکي شامل دي. د یادې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص رسنیو سره په خبرو کې د عمان هېواد د الهیئة العمانیه الخیریه بنسټ مننه وکړه، چې په سخت وخت کې یې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړ. نوموړي وویل "افغاني سرې میاشتې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له لومړۍ ورځې تر اوسه هڅه کړې له نړیوالو مرستې راجلب کړي او په دې اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي" ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ په بهرنیو مرستو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د رالېږد منندوی یو، خو هیله مو ده نړیوال مرستندوی بنسټونه زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو جوړښت برخه کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي؛ ترڅو افغاني سره میاشت وتوانېږي د ژمي د سړو له راتګ وړاندې زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه چمتو کړي او له سړو یې وژغوري". د الهیئة العمانیه الخیریه بنسټ د پلاوي مشر بدر محمد علي الزعابي رسنیو ته په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د افغاني سرې میاشتې په هڅو دوی وتوانیدل په هرات ولایت کې زلزله ځپلو ته مرستې راوړي او د زیانمنو په لاسنیوي کې برخه ولري".

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیکا؛ پر اړمنو مېرمنو درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ هغو مېرمنو چې د خوړو له کمښت سره مخ وې؛ په درېیم پړاو کې درې میلیونه افغانۍ نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

کابل؛ د مرکزي مرستون پخلنځی له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه، ۷ جمادي الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته د پخلنځي د بیارغونې چارې بشپړې او له ۳۴ قلمه بېلابېلو وسایلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۲
Background image

کونړ کې له ۷۵۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ۷۵۰ وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۸،۷۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

BACK TO NEWS