هرات
هرات کې د افغاني سرې میاشتې د مسؤلینو له لوري د افغاني سرې میاشتې له رضاکارانو هغه ۱۰ تنه رضاکاران وستایل شول، چې د افغاني سرې میاشتې په ځانګړې اونۍ کې یې د افغاني سرې میاشتې لپاره د نغدي مرستې د جلب په بهیر کې د اعانې زیات ټکټونه پلورلي وو. یادو لس رضاکارانو کې هدایت الله عدالت د لومړۍ درجې رضاکار و، چې د ۶۱۳۸۰ افغانیو د اعانې ټکټونه یې پلورلي وو. دغو رضاکارانو ته هر یو ته ۲۰۰۰ افغانۍ د تقدیر په موخه ورکړل شوې