هرات
د اړمنو او بېوزلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له موخو ګڼل کېږي، په همدې موخه یې پنجشنبه د ربیع الاول پر ۳مه د نړیوال فدراسیون او ترکیې هېواد په مرسته د هرات ښار د بېلابېلو سیمو ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه. په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه او یو پاکټ بیسکېټ شامل وو.