هرات کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه
د هرات ولایت په چشت شریف او اوبه ولسوالیو کې ۱۶۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري پرون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي په ۲۲مه مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۸۰۰ کورنیو ته په چشت شریف او ۸۰۰ نورو کورنیو ته په اوبه ولسوالۍ کې ویشل شوې. په دې مرسته کې ۸ قلمه مواد شامل دي، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي وویشل شول.