هرات ولایت کې ۴۰۰۰ تنو د سترګو ناروغانو ته د درملنې او عملیات بهیر پیل شو!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۲۱:۴۳
خبرونه

هرات ولایت کې ۴۰۰۰ تنو د سترګو ناروغانو ته د درملنې او عملیات بهیر پیل شو!

د افغاني سرې مياشتې په همکارۍ، د البصر خیریه بنسټ د ډاکټرانو په تخنيکې مرسته او د ملک سلمان مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ په هرات ولایت کې ۴۰۰۰ تنو د سترګو ناروغانو لپاره د درملنې او عملیات څلور ورځنی پروګرام د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون د رئیس الحاج ډاکټر عبد البصیر رحماني او د یادو بنسټونو د استازو په شتون د یوې غونډې په ترڅ کې نن شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۹مه رسماً پیل شو.

د غونډې په پیل کې د لویدیځ زون رئیس د ملک سلمان مرستندویه بنسټ له دې ډول سخاوتمندانه همکاریو مننه وکړه او د دوی نقش یې د خلکو د کړاوونو په را کمولو کې مهم او ارزښتناک وباله.

ورپسې د البصر او ملک سلمان خیریه بنسټونو استازو د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ څخه هېوادوالو ته د بشرپالو خدماتو د وړاندې کولو قدرداني وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې.

د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې به ۴۰۰۰ تنو ته د سترګو معاینات ترسره شي، ۱۰۰۰ تنو ناروغانو ته به د سترګو عینکې ورکړل شي او له ۴۰۰ څخه زیاتو ناروغانو ته به عملیات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS