هرات ولايت کې ١٤٥٠٢ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۲۶
خبرونه

هرات ولايت کې ١٤٥٠٢ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د هرات ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٦٤ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٤٠٢ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ١٠٤٩ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٥٩٠٢ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٨٧٠ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٢١١٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٤٠٥ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۷
Background image

کابل، پروان او میدان وردګ کې پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې د لوی اختر په مناسبت پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۱ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۲۰:۲۹
Background image

کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې له. . .

BACK TO NEWS