ننګرهار!
نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د رجب په ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ بیوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د سعودی عرب ملک سلمان خیریه بنسټ او اسلامي همکاریو سازمان OIC له لورې چمتو شوی وه، په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما، شامل وو.
