ننګرهار
کارې ظرفيت لوړونه د ښه ادارې او مديريت يو اصل دى، په همدې موخه دجمادی الاولی په ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې له لورې ننګرهار ولایت کې ۲۵ تنه رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنې ورکشاپ پای ته ورسید. په یاد ورکشاپ کي رضاکارانو ته د ملي ټولنو او افغاني سرې میاشتې بنسټیز اصول، نښانونه، کړني، موخې، لمړنۍ مرستې او وګړو سره د رضاکارانو د چال چلند په اړه معلومات ورکړل شو. یاد ورکشاپ د مرکزي دفتره راغلو ټرینرانو ته د ستاینلیکونو او رضاکارانو د تصدیقپاڼو په ویشلو پای ته ورسید.