ننګرهار
ننګرهار ولایت کې د خوږیاڼو، پچیرآګام، هسکې مېنې او مهمندرې ولسوالیو د څلورو ګرځنده روغتیایي ټیمونو ۲۶ ډاکټرانو، نرسانو، فارمسستانو، قابلو او روغتیایي مبلغینو ته پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ نن د یکشنبې په ورځ پیل شو. یاد ورکشاپ کې به د روغتیایي معلوماتي سیستم د مدیریت، لومړنیو مرستو، بېړنیو پېښو ته بېړني لاسرسي او مدیریت او په کاري سیمه کې د رواني ستونزو او فشارونو د مدیریت په څېر په یو شمېر نورو ګټورو مسایلو پورې تړلي مهارتونه هم د ورکشاپ برخه والو ته وروښودل شي.