ننګرهار ولایت کې ۶۵۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
یکشنبه د روان ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۶ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ننګرهار ولایت د اچین او سپین غر ولسوالیو ۶۵۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د (ایکو) سازمان په مالي مرسته د (واش) پروژې ترچترلاندې د روغتیاساتنې توکي ووېشل شول.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۱ بیک، ۱ سطل، ۲ د اوبو بوشکې ، ۵ ځان پاکونه ، ۱۰ کلچې ډیټول صابون، ۷ کلچې د کالیو وینځلو صابون، د غاښو کریم او برسونه ، ۲بوتله شامپو، ۱ صابون داني، ۱ تملود، ۲ بستې پمپر، ۲ متره ټوکر او د روغتیا ساتنې په اړه د مالوماتو یوه پاڼه شامل وو.