ننګرهار ولایت کې پر  ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۲۱:۱۷
خبرونه

ننګرهار ولایت کې پر  ۲۰۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه!

 نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۴مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د ننګرهار ولایت مرستون له لوري د ياد ولایت د جلال آباد ښار د نهه ګونو ناحیو له ۲۰۰ بې سرپرسته کونډو، معلول لرونکو او اړمنو  کورنیو سره د دوى ځان بسياینې او د کوچنیو کاروبارونو ( مالدارۍ، خياطۍ، چرګانو ساتنې، ګلدوزۍ......) د برابرولو په موخه په لومړي پړاو کې په ټولیزه توګه څلور میلیونه (۴،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په نزدې راتلونکي کې  په دوهم پړاو کې هم ۱۵،۰۰۰ نغدي مرسته ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۸:۳۵
Background image

پروان؛ څه باندې ۳ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ١٩ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۶:۴۵
Background image

ننګرهار کې ۶۷۰ راستنې شوې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ ته له پاکستان څخه ۶۷۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له ۵۲.۶ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۱۳
Background image

خوست؛ ۵۴ رضاکارانو ته د روغتیايي کېټونو وېش ترسره شو

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په مرکز، ځاځي میدان او ګربزو ولسوالیو کې ۵۴ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیا ساتنې کېټونه ورکړل شول، چې له مخې يې. . .

BACK TO NEWS