ننګرهار ولایت کې ١٠ بې سرپرسته کونډو ته په کور دننه د کار زمينه برابره شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۴:۱
خبرونه

ننګرهار ولایت کې ١٠ بې سرپرسته کونډو ته په کور دننه د کار زمينه برابره شوه!

نن شنبه د شعبان د میاشتې پر ۹مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د ختیځ زون د مرستون له لارې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۰ بې سرپرسته کورنیو لپاره د عايد ترلاسه کولو او کوچنيو کاروبارونو د زمينې برابرولو په موخه په يادو کورنيو په ټوله کې د ۲۶۰ چرګو او چرګانو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته ۲۴ چرګې، ۲ چرګان او د هغو د  د ښې ساتنې لپاره ٢ پنجرې، خوراکي دانه، خوراکي لوښي او نور د اړتیا وړ توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS