ننګرهار ولایت کې له ۱۵۰۰ پېښځپلو کورنیو سره پنځه څلوېښت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه
ننګرهار ولایت کې له ۱۵۰۰ پېښځپلو کورنیو سره پنځه څلوېښت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه
د افغاني سرې میاشتې له لوري د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې نن سه شنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۷مه، ۱۵۰۰ پېښځپلو او اړمنو کورنیو سره د ختيځ زون د رئیس ښاغلي مولوي قمرګل نصرت، د ننګرهار ولایت د نمایندګۍ د رئیس میانجم الدین هلال او د مرکزي ریاست د پلاوي شیخ فضل الرحمن په شتون کې په ټولیزه توګه پنځه څلوېښت میلیونه (۴۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.