ننګرهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکې ووېشل شول!
شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په مملې، ارغچ، او وزیرو کلیو کې ۶۰۰ بېځایه شویو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ایکو سازمان د واش پروژې تر چتر لاندې د روغتیا ساتنې د توکو مرسته ووېشل شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره؛ یو بیک، یوسطل، ۲ د اوبو بوشکې، جان پاکونه، ۱۰ کلچې ډیټول صابون،۷ کلچې د کالیو وینځلو صابون، د غاښو کریم او برس، ۲بوتله شامپو، یوه صابون داني، ۲ بستې پمپر او ګڼ نور توکي شامل وو.