ننګرهار؛ پر ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳.۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۴۰
Ng

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ پر ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳.۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په ملاتړ چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵.۵ کیلو ګرامه بوره، ۵ کیلو ګرامه وریجې او ۵ کیلو ګرامه لوبیا ورکړل شول.

یادې کورنۍ څه موده وړاندې د سختو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې او دغه مرسته یې د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترلاسه کړه.

د مرستو د وېش پر مهال مرسته‌ اخیستونکو کورنیو د افغاني سرې میاشتې او ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له ملاتړ څخه مننه وکړه او د ورته بشري همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.

افغاني سره میاشت د کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو له مخې پر وخت خوراکي او نورې اړینې مرستې ورسوي او د هغوی د ستونزو په کمولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قطر سرې میاشتې له نوي مشر سره تعارفي کتنه وکړه

شنبه، ۱۵ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له نوي مشر ښاغلي بهاء الدین النجومي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۱۷
Background image

لغمان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۵ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۳۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

پنجشنبه، ۱۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه، په کندز ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۵۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو. . .

BACK TO NEWS