ننګرهار؛ پر ۴۲۲ راستنو شویو بې سرپرسته کورنیو ۴ میلیونه او ۴۳۱ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۱۰ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو کې پر هغو ۴۲۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو ۴ میلیونه او ۴۳۱ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه چې د کورونو سرپرستې يې مېرمنې وې.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
یاده نغدي مرسته د راستنو شویو بې سرپرسته کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اساسي ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې راستنو شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
