ننګرهار؛ پر ۳۵۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۵۲.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
یکشنبه، ۲۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په اچین او غني خېلو ولسوالیو کې پر ۳۵۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۵۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
دغه مرسته چې د انساني همدردۍ او اقتصادي لاسنیوي په موخه ترسره شوه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له اساسي او کاري لومړیتوبونو څخه دی.
