ناروې کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس له نړیوالو وغوښتل چې بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړي

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۳:۵۵
سرپرست جمعیت هلال احمر افغانی در ناروی از جهانیان تقاضا نمود تا مساعدت های بشردوستانه را با سیاست وابسته نسازند

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې پر نړیوالو غږ وکړ، چې بشري مرستې په سیاست پورې ونه تړي او له سیاست وراخوا له افغانستان سره پراخې بشري مرستې وکړي.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل، چې که دوی غواړي افغانستان ته بشري مرستې ولېږي او له شفاف ویش څخه یې ډاډمن واوسي، نو غوره ده چې خپلې نغدي او جنسي مرستې د افغاني سرې میاشتې له لارې افغانستان ته داخلې کړي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی مرستې به د افغاني سرې میاشتې له لوري په بشپړ شفافیت او امانتدارۍ اړمنو ته رسېږي. نوموړي په تېرو څه باندې پینځه میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري اړمنو کورنیو ته په بې ساري ډول د مرستو د ویش یادونه وکړه او ویې ویل، چې افغاني سرې میاشتې په تېرو پینځه میاشتو کې شاوخوا دوه څلوېښت زره کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او هڅه کوي، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستو ویش لا پراخ او ډېر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS