میدان وردګ ولايت کې ۶۸۳۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
میدان وردګ ولايت کې ۶۸۳۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د میدان وردګ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۱۸۹۰ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۳۸۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۶۴۱ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۲۳۳ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۲۴۱ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۳۲۶ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۱۶ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.