میدان وردګ؛ د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو کورنیو سره د روغتیايي بستو مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او جلرېز، نرخ، چک، سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو کورنیو سره د روغتیايي بستو مرسته وشوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او له ناروغیو څخه د ځان ساتنې په موخه یوه روغتیايي بسته ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي په موخه روغتیايي او بشري مرستې برابروي.
