لویدیځ زون نغدي مرسته!
د اړمنو وګړو لاسنیوې د افغاني سرې میاشتې له سترو موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو د افغاني سرې میاشتې له لورې لویديځ زون مرستون ریاست کې ۲۰ سوالګرو کورنیو ته د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ سره د ۵۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته چې ټولټال ۱۰۰۰۰۰ افغانې کیږي، ترسره شوه. د یادونې وړ ده؛ چې له دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې له لورې کابل او هرات ولایتونو کې، ټولټال ۲۲۱۲ سوالګرو سره، د ۴۴۲۴۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته ترسره شوي.