لوګر!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۳:۳۳
لوګر!

افغاني سرې مياشتې په ټول هېواد کې هېوادوالو ته د روغتيايي خدماتو ترسره کولو په موخه ګرځند، ثابت او فرعي کلينيکونه رامنځ ته کړي، چې په ورځينۍ توګه اړمنو، پېښځپلو او بې وسه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.د يادو روغتيايي مرکزونو له جملې څخه يو هم د لوګر ولايت روغتيايي مرکزونه دي، چې د روان کال په ربيع الاول مياشت کې يې ټولټال ۷۲۶۳ تنه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات ترسره کړي. د لوګر ولايت په روغتيايي مرکزونو کې ۳۳۵۴ تنو ته تر کتنې وروسته درمل ورکړل شوي،د ۲۷۸ تنه وګړو پانسمان شوی، ۳۵۹ ښځو او ماشومانو ته واکسين تطبیق شوی، ۲۹۸۰ تنو ته روغتيايي مشورې او ۲۹۲ تنه ښځو ته له زېږون وړاندې او وروسته د روغتيايي ساتنې اړوند لارښوونې شوې دي.

kk

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۴۹
Background image

هرات ولایت کې ۲۵۶۹۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

هرات ولایت کې ۲۵۶۹۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د هرات ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۴۶

BACK TO NEWS