لوګر
د روغتیایې چارو اړوند عامه پوهاوى د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو د ربیع الثاني په ۲۴مه د افغاني سرې میاشتې د لومړنیو مرستو کارکوونکو له لورې د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ په کلینک کې د خیرپاله هیوادوالو ۱۴ کسیزه روغتیایې کمیټه جوړه شوه. یادې کمیټې ته د افغاني سرې میاشتې اووه بنسټیز اصول، د غورځنګ اهداف، د سرې میاشتې ټولنې درضاکارانو دندي، مسئولیتونه وروپیژندل شو. په پای کې ګډونوالو د کميټې له جوړیدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په پوره همغږۍ سره به د سرې میاشتې په روغتیایي چارو کې په رضاکارانه ډول برخه اخلي.
