لوګر!
وروستیو سیلابونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ګمران او دوران خېلو په کليو کې هم یو شمېر کورونه اوځمکې زیانمن کړل. پرون د سروې له بشپړیدلو وروسته نن افغاني سرې میاشتې یادو ۷ زیانمنو کورنیو سره د خیمو، کمپلو، د پخلنځي د ګڼو لوښو او د اوبو د ساتنې د توکو مرسته وکړه.