له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۶:۵۹
له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات او لوګر ولایتونو کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه په لومړي پړاو کې دوه میلیونه (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادو کورنیو له جملې ۵۰ کورنۍ په هرات او ۵۰ کورنۍ په لوګر کې شاملې وې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، چې د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو له لارې خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په نږدې راتلونکي کې په دوهم پړاو کې هم نږدې یو نیم میلیون افغانۍ ووېشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

پکتیا کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې پکتیا ولایت کې پر ۳۰٠ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۴
Background image

سرپل کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٨٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ په پروان کې ۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، کوه صافي او سید خېلو ولسوالیو له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۴۰ ټنه خوراکي مرسته وکړه.
په مرسته کې. . .

BACK TO NEWS