لغمان!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۸:۵۹
لغمان!

د افغاني سرې میاشتې له عمده فعاليتونو يو هم هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول دي، په همدې موخه لغمان ولايت کې د افغاني سرې مياشتې ثابت کلينيک او ګرځند روغتیايي ټيم په تېره يوه مياشت کې ټولټال ۱۰۰۶۲ هېوادوالو ته بېلا بېل وړيا روغتیایي خدمات وړاندې کړي،چې له دې جملې یې ٣٢٨٢ ناروغانو كتنه کړې او وړيا درمل يې ورکړي، ٥١٩ ميندو ته يې له زيږون مخکې او وروسته اړينې مشورې ورکړي، ١١٨ ټپيان يې پانسمان کړي، ۱۰۲۲ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ۱۰۳۱ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي.د دې تر څنګ يې ٤٠٩٠ هېوادوالو ته د روغتيا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او عامه پوهاوی ورکړی.

k

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS