قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۷
قطر سره میاشت؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لاسنيوي لپاره یو میلیون ریال مرسته کوي

چهارشنبه، ۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې مشر ښاغلي حسین احمد بوتاني او د پروګرامونو مسئول ښاغلي احمد العثماني، د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور سره د کونړ زلزله ځپلو ته د بېړنیو بشري او روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه وکتل.
عمومي رئیس د قطر هېواد او سرې میاشتې له همېشني ملاتړ مننه وکړه، قطر یې د افغانستان خواخوږی او ورور هېواد وګاڼه، د کونړ زلزله ځپلو د اړتیاوو او ستونزو په اړه یې خبرې وکړې او د بشري مرستو ترڅنګ یې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي بوتاني د زلزلې له امله په اوښتو ځاني او مالي زیانونو خواشيني وښوده، د قطر سرې میاشتې د مشرتابه د تسلیت پیغام یې له عمومي رئیس سره شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یو میلیون قطري ریال مرسته ځانګړې کړې ده، چې موخه یې زیانمنو ته د خوراکي اوغیر خوراکي توکو د وېش ترڅنګ د شپږو میاشتو لپاره د دوه ګرځنده روغتیايي ټيمونو فعالول دي. نوموړي نزدې راتلونکي کې د نورې نغدي مرستې د برابرولو ژمنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس. . .

BACK TO NEWS