فراه!
د افغاني سرې میاشتې له لورې د يخ ژمي په موسم کې، د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو وړه، يوه کمپل، ۳ کیلو مکروني، ۵۰۰ ګرامه پوډر، ۳ جوړی ژمنې کالي، ۱ جای نماز، یوه قالین او يو جمپر شامل وو.