فراه

د بشري مرستو په دوام د يخ ژمي په درشل کې، نن پنجشنبه د افغاني سرې مياشتې له لورې د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې ۸۰۰ اړمنو کورنيو ته د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلواوړه، ۲۴.۵ کیلووریجي، ١٠ کیلوغوړي، ٨ کیلولوبیا، ١ کیلوشین چای،٥ کیلو بوره، ٢ کیلومالګه او ١ بسته BP5 بسکویټ شامل و. د یادونې وړ ده چې د مرستې ترڅنګ د نشــــــراتو مدیریت له لوري عامو وګړو ته نشراتي اوتبلیغاتي پاڼي هم وویشل شوي.

