غور ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۱۶:۵۳
مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۷۰۰ خانواده در ولایت غور!

د غور ولایت د الفاروق ولسولۍ په شويج کلي کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پرون د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۰ کال د مرغومي پر۱۰ مه نېټه ۷۰۰ اړمنو کورنیو ته چې سروې يې مخکې ترسره شوې وه؛ د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو شین چای، ۴کیلو مالګه او ۲ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې.

 

مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۷۰۰ خانواده در ولایت غور!

 

مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۷۰۰ خانواده در ولایت غور!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

پکتیا؛ د جګړو له امله زیانمنو ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د جګړو له امله زیانمنو ۱۰۰۰ بزګرانو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه مرسته د سره صلیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

BACK TO NEWS