غور ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د فیروزکوه په مرکز کې ۳۰۰ بېوزلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې د غور په ولایتي ریاست کې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه ، د خوراکي توکو یوه بسته او یوه بسته ژمنۍ البسه شامله ده .