غزني
د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو روغتیایي کمیټې له لورې د غزني ولایت په مرکز خلیل هوتک او پښتون اباد عالي لیسو کې ۱۰۰ تنه زده کوونکو ته د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د کرونا د مخنیوي او د نشه یی توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپونه ورکړل شو. د یادو ښوونځیو مدیرانو او استادانو د سرې میاشتې له کړنو خوښي وښوده او دا ډول ورکشاپونه یي د افغاني ټولنې لپاره ګټور وبلل.