غزني !
غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ د اندړو د ولسوالۍ د ۵ کلیو د ۶ کمیټو ۳۰ غړو ته د غنمو د تخنیکي کرنې ۲ ورځنی ورکشاپ ورکړل شو. د یادو کمیټو په توسط به په اندړو ولسوالۍ کې ۳۰۰ بزګران چې هر یو لږ تر لږه ۲ جریبه ځمکه او ۵۰ کیلو سپین کود او ۵۰ کیلو تور کود واخیست. د یاد ورکشاپ ۳۰ تنه ګډونوال به په خپلو کلیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له انتخاب شویو ۳۰۰ بزګرانو سره د غنمو د تخنیکي کرنې بهیر ګډ پر مخ وړي.د تخنیکي کرنې په برخه کې د بزګرانو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې د پیښو د څانګې د کاهش خطر د فعالیتونو برخه ده.