غزني!
روغتيا ته لومړيتوب!
د افغاني سرې میاشتې غزني ولایت جغتو ولسوالۍ، د ثابت روغتیایې کلینک روغتیاپالانو، د رجب میاشتې په ترڅ کې ۵۶۱ ناروغان په وړيا ډول تداوي، ۹۶ تنه ناروغان پانسمان، ۳۹۶ تنه ناروغان واکسین او ۲۳ تنه ښځینه وو ته په ولادي نسايي برخه کې خدمات وړاندې کړي. همداراز يي ۳۸۳ تنو ته د روغتيا پالنې اړوند عامه پوهاوى ورکړى. افغاني سره میاشت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ثابت، ګرځنده او فرعي روغتیایي کلینیکونه لري، چې په وړیا ډول د ښځینه او نارینه با تجربه روغتياپالانو او طبي تجهيزاتو پر مټ هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.