غزني!
نن چهارشنبه د جمادی الثاني په ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د غزني ولایت مرکز اړوند قلعه نو، ساحه ګنج، قلعه آهنګران، علي لالا، شهرک مهاجرین، سنجتک او نورو کلیو کې، د ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سروې پیل شوه، چې د سروې وروسته به يادو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشي.
