غزني؛ له بېوزلو کورنيو سره څه کم ۴ سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۲۹
غزني؛ له بېوزلو کورنيو سره څه کم ۴ سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۳۰ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري غزني ولایت کې له ۸۰ بېرونيو مشمولینو ( بېوزلو او سوالګرو) کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو، اقتصادي ستونزو د را کمولو او له سوال کولو څخه د مخنیوي په موخه درې سوه او دوه اتیا زره (۳۸۲،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
په مرسته کې ۷۴ کورنیو ته د کورنۍ په سر ۵۰۰۰ او پاتې ۶ نورو ته د کورنۍ په سر ۲،۰۰۰ افغانۍ د بانکي حسابونو له لارې حواله شوې.
د یادونې وړ ده، چې دې اړمنو کورنیو ته هره میاشت نغدي مرستې ورکول کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې پر ۳۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۲
Background image

کابل کې د روانې ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د ګرمې اعاشې د چمتو کولو د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۳رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل کې د روانې ناروغانو د پالنې او درملنې مرکز لپاره د ۲۵ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
د داوطلبۍ دا ناسته،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

لوګر کې ۲۰۰ راستنو شوو کورنیو د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي مرسته ترلاسه کړه

دوشنبه، ۱۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې له ۲۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لس. . .

BACK TO NEWS