سمنګان ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۲۲
خبرونه


نن دوشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲٧مه، سمنګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د ولایتي څانګې په ریاست کې ددې خيريه ملي ټولنې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز، د مالي سرچینو د پراختیا د رئیس ښاغلي نور الحق یوسفي او د ولایتي مجامع د آمر مولوي ضیاء الرحمن صاحبزاده په شتون کې د ولایتي مجامع د غړو درې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.

غونډه کې د ولايتي مجامع غړو د خپلو ترسره کړو فعاليتونو راپورونه شريک کړل چې ورپسې د ناستې ګډونوالو  ته د مرکزي پلاوي له لوري د ولايتي مجامع د چارو پر ارزښت، د ځانګړې اونۍ په ښه ډول ترسره کېدو او دې اونۍ کې د پلورل کېدونکو ټکټونو په تړاو عامه پوهاوی او بشپړ معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS