سمنګان؛ ۲۲۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۳۷
S

پنجشنبه، ۲۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۲۲۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د اقتصادي ملاتړ په موخه ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د زلزلو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د هر اړخیزو بشري مرستو لړۍ په دوامداره توګه وساتي او د هغوی په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴
Background image

لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه. . .

BACK TO NEWS