سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ١٠٠ ټنه خُرماوو مرسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۷:۴۸
خبرونه

سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ١٠٠ ټنه خُرماوو مرسته ترسره کړه!

نن یکشنبه د رجب د میاشتې پر ۲۵مه، د سعودي عربستان هېواد له لوري له اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خُرما د سرپرست عمومي رٸيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن او په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفير ښاغلي فيصل بن طلق البقمي په شتون کې وسپارل شوه.

د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د سعودي عربستان له دوامداره او همېشنیو مرستو څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له عقيدتي او فرهنګي پلوه تاريخي او مهمې وبللې.
دا راز ښاغلي دلاور افغانستان د تېرو څو لسيزو ناخوالو او اقليمي بدلونونو له امله یو ځپل شوی هېواد یاد کړ او له ټولو کورنيو او بهرنيو خیریه بنسټونو څخه یې د بیړنیو او اړینو مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفير په خپلو څرګندونو کې خوښې څرګنده کړه، چې توانېدلي د افغانانو لاسنیوی وکړي او راتلونکي کې یې د ورته بشرپالو مرستو د دوام ژمنه  وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۸ - ۲۰:۵۶
Background image

لوګر کې پر اړمنو او بې وزله کورنیو غوښه ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي مرسته د لوى اختر په مناسبت د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې پر ۱۰۰۰ اړمنو او بې وزله کورنیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۸ - ۲۰:۱۰
Background image

زابل، ننګرهار او کاپيسا ولایتونو کې پر اړمنو، بې وزله او راستنو شويو کډوالو کورنیو غوښه ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د قطر د سرې میاشتې په مالي ملاتړ په زابل ولایت کې پر ۶۸۰ او ننګرهار ولایت کې پر ۴۴۰ او د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ په کاپیسا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۸ - ۱۸:۳۹
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر اړمنو او بېوزله وګړو ۲.۷ ټنه غوښه ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۶
نن د اختر په دوهمه ورځ، یو ځل بیا د  افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې د UMDE خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د لوی اختر په مناسبت د کابل اړوند په کوټه سنګي، خوشحال. . .

BACK TO NEWS