سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون له مسٸول سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۵:۳۱
خبر

سرپرست عمومي رئیس په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون له مسٸول سره وکتل!

نن سه شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون له سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سليمان سره ناسته ترسره کړه.

لیدنه کې دواړو لوریو د بشري خدمتونو د لا ښه والي، پراختیا، چټکتیا او ګډو پروژو په اړه  بحث او خبرې وکړې.

دا راز ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې د نړیوال فدراسیون له اوږدمهاله مرستو د مننې ترڅنګ د مرستو د ډېروالي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت او روڼتيا تر اړمنو او بېوزلو وګړو رسېږي.

ورپسې په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون سرپرست مسٸول له دې ملي ټولنې سره په ګډه د بشرپالو فعالیتونو د پر مخ بېولو ژمنه وکړه او ډاډ یې وړاندې کړ چې د اړمنو او ناچاره هېوادوالو د لاسنيوي او ملاتړ برخه کې به خپلې مرستې لا پراخې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS