سرپرست عمومي رئیس د بشري حقونو، آزاديو او بشردوستانه مرستو خيریه بنسټ ( IHH ) له مسئولینو سره وکتل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۱۷
سرپرست عمومي رئیس  د بشري حقونو، آزاديو او بشردوستانه مرستو خيریه بنسټ ( IHH ) له مسئولینو سره وکتل

کابل- پنجشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۶ 

د افغاني سرې میاستې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکیې  د IHH خیریه بنسټ له مرستیال ښاغلي امره کایا، افغانستان لپاره د بنسټ له مشر ښاغلي سلیمان ایپلي او مل پلاوي سره د دوه اړخیزو همکاريو او  اړیکو د پیاوړتیا په پار وکتل. 

 سرپرست عمومي رئیس له افغاني سرې میاشتې سره د IHH بنسټ د شویو مرستو مننه وکړه او د هېواد په کچه يې پېښځپلو، راستنو شویو کډوالو، اړمنو او بې سرپرستو کورنيو، رواني او د سوري زړه ناروغانو ته د ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیایي ټيمونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل، دې برخه کې یې د نړیوالو خیریه بنسټونو همکاري مهمه یاده کړه او د مرستو د پراخوالي غوښتنه يې وکړه.  

کتنه کې د IHH خیریه بنسټ پلاوي د افغاني سرې میاشتې خدمات او فعاليتونه د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او ستونزو ته د ځواب وینې برخه کې مؤثر وګڼل او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره  به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

هرات؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د روغتیايي خدمتونو او ملکیتونو وضعیت وارزاوه

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ته د خپل سفر په لړ کې د یاد ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز، د حضرت ابوبکر صدیق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS